ډېر لوستل شوي

فراه کې یو چکډېم ګټې اخیستنې ته سپارل شوی

د فراه د کليو بيارغونې او پراختيا رياست مسوولینو په دې ولایت کې د یوه چکډېم د رغونې او ګټې اخیستنې خبر ورکړی دی.
د مسوولینو په قول، دا چکډېم د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې د څه باندې ۶ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی.
د یاد ولایت د کليو بيارغونې او پراختيا رییس مفتي محمد نسيم سرهنګ ویلي چې دغه چکډيم د ۶.۵ ميليونه افغانیو په لګښت د ۴۷ مترو په اوږدوالي او ۴ متره په سوروالي جوړ شوی، چې د ۲۱ زره متره مکعبه اوبو د ځايولو وړتيا لري.
د یادونې وړ ده، بکواه يوه صحرایي ولسوالۍ ده چې تر ډېره د اوبو له کمښت سره مخ وي او ددې ولسوالۍ اوسېدونکي د اوبو د موندنې په پار تر ۲۰۰ مترو ژورې څاه ګانې کیندي

اړوند خبرونه