ډېر لوستل شوي

کی‌یِر استارمر د بریتانیا لومړی وزیر شو

د بریتانیا د کارګر ګوند مشر کی‌یِر استارمر د پرون ورځې ټاکنو کې غوڅ بری خپل او د دغه هېواد لومړی وزیر شو.‌
محافظه کار ګوند تر ۱۴ کلنې واکمنۍ وروسته، په ټاکنو کې ستره ماتې خوړلې او مخکني لومړي وزیر ریشي‌ سوناک یې نن استعفا ته اړ ویست.
ښاغلی سوناک نژدې ۲۰ میاشتې په واک کې و. نوموړي‌ د بریتانیا پاچا درېیم چارلز ته د استعفا له وړاندې کولو مخکې نوي لومړي وزیر کی‌یِر استارمر ته مبارکي ویلې.‌
کارګر ګوند د واک د ترلاسه کولو لپاره د پارلمان له ۶۵۰ څوکیو څخه ۳۲۶ ته اړتیا درلوده خو دغه ګوند څه باندې ۴۱۰ څوکۍ تر لاسه کړي دي.
له ۱۹۳۵ زېږدیز کال راوروسته دا د محافظه کار ګوند تر ټولو ستره ماتې بلل کیږي

اړوند خبرونه