ډېر لوستل شوي

له روسیې وروسته؛ مودي له ۴۰ کلن ځنډ وروسته اترېش ته روان شو

د هند لومړی وزیر نریندرا مودي مسکو کې د خپل  سفر د پای ته رسولو وروسته اترېش ته روان شوی دی.

نوموړی له ۴۰ کلن ځنډ وروسته یاد هېواد ته ځي.

ټاکل شوې نریندرا مودي نن(چهارشنبه، چنګاښ شلمه) د اتریش له ولسمشر او لومړي وزیر سره وګوري.

هندی او اتریشي سیالان به د ویانا او نوي ډیلي ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي.

د یادونې وړ ده چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د روسیې ـ اوکراین د جګړې له پیل وروسته مسکو ته د لومړي ځل لپاره په سفر تللی و.

اړوند خبرونه