د نورستان په لرې پرتې ولسوالۍ(منډول) کې د لومړي ځل لپاره مخابراتي چوپړونه پيل شوي دي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت ویاند عنایت الله الکوزي بېګاه شپه (چهارشنبه، چنګاښ ۲۸مه) په خپل اېکس د یادې ولسوالۍ د مخابراتي پوښښ خبر ورکړی دی.
ښاغلي الکوزي وړاندې ویلي چې ددې ولسوالۍ اوسېدونکي په لومړي ځل له انټرنټي او غږیزو چوپړونو څخه برخمن شوي دي.
د یادونې وړ ده چې د مخابراتو او معلوماټي ټکنالوجۍ وزارت په هلو ځلو تر دې وړاندې هم د هېواد لرو پرتو سیمو ته مخابراتي پوښښ ورکړی شوی دی