د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست حاجي خلیل الرحمن حقاني ویلي، د کانکور بریالي ځوانان د افغانستان د ښه راتلونکي هیلې او امیدونه دي.
نوموړی زیاته کړې: مونږ باید په کلک هوډ سره خپل اولادونه داسې وروزو چې د افغانستان دښمنانو ته په هره برخه کې ماته ورکړي.
ښاغلی حقاني وړاندې ویلي چې محصلینو ته باید بشپړه پاملرنه وشي، څو په یوه ښه او سالم فکر وروزل شي او خپلو خلکو او هېواد ته د خدمت وګرځي. نوموړي دا خبرې د سږني کانکور ازموینې په اعلان غونډه کې کړي دي.