ډېر لوستل شوي

بایډن له نوماندۍ لاس په سر شو

د امریکا برحاله ولسمشر جوبایډن ددې هېواد د ولسمشریزو ټاکنو له نوماندۍ لاس اخیستی.

ښاغلي بایډن پرون ناوخته(یکشنبه، چنګاښ ۳۱مه) په خپل اېکس دا خبر ورکړی.

بایډن زیاته کړې چې د امریکا او د خپل ګوند د ګټو په خاطر له نوماندۍ تېر شوی.

دا په داسې حال کې ده چې د بایډن ګوند بار ـ بار له نوماندۍ د نوموړي د تېرېدو ټینګار کړی و. د یادونې وړ ده چې د امریکا ټاکنې د روان ۲۰۲۴ کال په نومبر کې ترسره کیږي.

اړوند خبرونه