د کورنیو چارو وزارت ویاند مفتي عبدالمتین قانع ویلي چې لوګر کې د الوتکو ضد او یو شمېر نورې سپکې او درنې وسلې نیول شوي دي.
د ښاغلي قانع په قول، په دې وسلو کې يوه SA-7 Grail د الوتکو ضد وسله، يوه دهشکه، يوه امريکايي پيکا او يو زیکویک شامل دي. کورنیو چارو وزارت مسوولینو ددې وسلو په تړاو د کوم چا د نیونې خبر نه دی ورکړی.