امریکا ته د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو وروستي سفر مخالفتونه راپارولي دي.
ویل کیږي چې ښایي د نوموړی وینا له ځنډ او ګډوډۍ سره مخ شي.
ورته وخت کې د امریکا د استازو جرګې مشر ویلي چې د نتانیاهو مخالفین یې نیولي دي. راپورونه ښیي چې تر دې دمه ۳۰۰ معترضین نیول شوي.
بلخوا وړاندوینه کیږي چې ښایي د نتانیاهو د وینا پر مهال تر ۱۰۰ زیات ګډونډوال برخه وانخلي. ټاکل شوې نتانیاهو د امریکا په کانګریس کې د وینا سربېره له ولسمشر بایډن او یو شمېر نورو امریکایي چارواکو سره وګوري.