د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ملي آزموینه کې د دیني مدرسو او ښوونځيو له لومړي تر پینځم مقام ګټونکو او د هغوی له کورنیو سره یې کتلي دي.
مولوي عبدالکبیر په خپلو خبرو کې ویلي د کانکور په ملي پروسه کې ستاسې بریا ثابته کړه، چې افغان زلمیان ښه استعدادونه او وړتیاوې لري.
نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د دیني زده کړو تر څنګ د پوهنتونونو او د عصري زده کړو مرکزونو ودې ته پاملرنه کړې، د مدرسې او ښوونځیو د فارغانو ترمنځ توپیر نه کوي او پر اسلامي نظام ټول زده کوونکي یو ډول حقونه لري. ورته وخت کې د کانکور د بریالیو زده کوونکو د کورنیو غړو د کانکور روڼتیا ستایلې ده.