د امریکا د کالیفورنیا په شمال کې اورلګېدنې څه د پاسه ۳۵۰ زره جریبه ځمکه سوځولې او همدارنګه یې ۱۳۴ ودانۍ ویجاړې کړې دي.
د کالیفورنیا د ځنګلونو او اور وژنې ادارې ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.
ویل کیږي چې ددې کس موټر اور اخیستی و چې وروسته یې یو ژورې کندې ته غورځولی و.
دغه اورلګېدنه د تېرې چهارشنبې ورځې راهیسې پیل شوې چې اور وژونکې ډلې یې په مهارولو کې لا هم پاتې راغلي دي.