د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د مسوولینو له قوله، په تېره چنګاښ میاشت کې د هوایي ډګرونو او ځکمې له لارې ۲ او ۶۴۲ بهرنیان تللي، راغلي دي.
ویل کیږي چې په دې میاشت کې د ۳۷ ښځینهوو په ګډون ۱۵۰۱ بهرني وګړي هېواد ته راغلي او د ۲۷ ښځینهوو په ګډون، ۱۱۴۱ نور بهرنیان له هېواده وتلي دي.
په دې کسانو کې ۲۳۴ تنه د چکر او نور یې د کار په موخه راغلي وو.
ترټولو زیات بهرني وګړي د نیمزور ولایت، تورخم او حیرتان بندرونو او د کابل نړیوال هوايي ډګر له لارې هېواد ته راغلي او وتلي دي. د یادونې وړ ده چې د سرتاسري امنیت او بهرنیانو ته د غوره فرصتونو د چمتووالي په مټ هېواد ته د بهرنیانو راتګ ډېر شوی.