ډېر لوستل شوي

غزني کې ځمکتلی سوداګریز مارکېټ جوړیږي

د پانګونې بین الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې چې نن(چهارشنبه، زمري لسمه) په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوې، غزنې کې د یوه ځمکتلي سوداګریز مارکېټ د جوړېدو پرېکړه پکې شوې ده.
یاد مارکېټ به د یوه خصوصي سکټور له لوري د غزني په مرکز کې له فرخي څلور لارې څخه تر کلاسبز څلور لارې پورې د سړک دواړو خواو ته جوړ شي.
ددغه طرحې له مخې خصوصي سکټور به پر دغه سوداګریز مارکېټ ۳۰۹ میلیونه افغانۍ پانګونه وکړي، چې ټولټال پکې ۵۱۱ هټۍ په پام کې نیول شوي دي. یاد مارکېټ به د دوو کلونو په موده کې ورغیږي او همدارنګه به پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې دې غونډه کې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې له ډبرو سکرو د ۴۴.۵ میګاواټه برېښنا د تولید، په خوست کې د ۱۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز په کابل او بلخ ولایتونو کې د سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې هم د بحث لپاره وړاندې شوي دي.
ناسته کې تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شویو کمېټو ته دنده ورکړل شوې چې د طرحو له وړاندې کوونکو شرکتونو سره د یادو طرحو د مالي، اقتصادي او تخنیکي اړخونو د ارزونې په موخه ناستې ترسره او راپورونه یې پر ټاکل شوي وخت د پانګونې بین الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

اړوند خبرونه