د خیبرپښتونخوا د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي چې په تېرو څو ورځو کې بارانونو د دې ایالت په بېلابېلو برخو کې د ۲۴ تنو ژوند اخیستی او ۱۷ نور یې ژوبل کړي دی.
لیدل کیږي چې ډېر زیان یې کوهاټ سیمه کې اړولی دی.
ویل کیږي، زیانمنو شویو کسانو ته خېمې، کمبلې او نور لومړني توکي ورکړل شوي.
د خیبرپښتونخوا سربېره پنجاب او نورو ایالتونو کې هم ځمکښویېدنې او سېلابونو مالي او ځاني زیانونه اړولي دي.