ډېر لوستل شوي

فاریاب کې د مالګې د یوه کان د کېندنې چارې پیل شوې

د فاریاب په دولت اباد ولسوالۍ کې د مالګې د یوه کان د کېندنې چارې پیل شوي.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند همایون افغان پرون(شنبه، زمري ۱۳مه) په خپل رسمي اېکس د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي چې د اندخوی د مالګې دا کان د ابو سعید په نوم یوه کورني شرکت ته د ۲۴ میلیونو ډالرو په ارزښت ورکړل شوی دی.

د ښاغلي افغان په قول، دا کان ۱۴ کیلومټره مساحت لري چې ۱۵ کلونه به ترې د مالګې ایستنه دوام ولري. اندخوی هېواد کې د مالګې ستر کان دی چې تازه په قرارداد ورکړل شوی.

اړوند خبرونه