د هند په کرالا ایالت کې د ځمکې ښوېیدنې پېښه کې د مړو شمېر ۳۵۰ تنو ته رسېدلی دی.
ځایي مسوولین لا هم په سیمه کې د ورکو جسدونو په لټه کې دي.
د ځمکې ښوېیدنې دا پېښه څو ورځې وړاندې د کرالا ایالت په وایاناد ولسوالۍ کې رامنځته شوې چې له امله لسګونه کورونه، سړکونه او پلونه تر خاورو لاندې شول. د یادې پېښې د لومړۍ ورځې قربانیان تر سلو رسېدل، خو چارواکو ویلي وو چې ښایي د مړو شمېر لوړ شي.