روسیه کې د تاجکستاني اتباعو د محدودیتونو په لړ کې دا ځل د دې هېواد چارواکو ۱۷ زره تاجکستاني وګړي له خپلې خاورې ایستلي دي.
روسي رسنیو ویلي چې دا وګړي د روسیې د قوانینو د سرغړونې په تور ایستل شوي دي.
روسیه کې پر تاجکستاني وګړو هغه وخت بندیزونه زیات شول، کله چې د روان کال مارچ کې پر یوې سینما برید وشو. په یاد برید کې تر ۱۴۰ ډېر روسي وګړي وژل شوي وو.