د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر ملا نورالله نوري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ویلي چې د هېواد په سرحدي ولسوالیو کې به د خلکو ستونزو ته د رسېدنې په موخه بېلابېلو برخو کې یو شمېر پروژې پلې شي.
ملا نورالله نوري ننګرهار کې د ياد ولايت له مرستيال والي، د کلیو پراختیا او بیا رغونې، اوبو او انرژۍ، عامې روغتیا، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ، ټولګټو چارو، پوهنې او د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاستونو له رییسانو او ډیورنډ فرضي کرښې ته د نږدې ولسوالیو له ولسوالانو سره ناسته کړې ده.
دې ناسته کې وزیر ملا نورالله نوري د امیر المؤمنین حفظه الله تعالی د سرحدي ولسوالیو د اوسېدونکو د ستونزو او لومړیتوبنو ته د رسېدنې په پار د نوي حکم په تړاو مالومات وړاندې کړي او له مسوولینو یې خپلو چارو کې د امانتدارۍ غوښتنه کړې ده.
پای کې د ننګرهار مرستيال والي او نورو مسوولینو ژمنه کړې چې د امیرالمؤمنین حفظه الله
له خوا ورته سپارل شوي مسوولیتونه به په سمه توګه پر مخ وړي.