د ټولګټو وزارت تخنیکي مرستیال مولوي عبدالکریم فاتح ویلي چې په تېر کال کې د شاوخوا ۱۰۰۰ کیلومتره سړک د بیارغونې تړون لاسلیک شوی دی.
د ښاغلي فاتح په قول، اوسمهال د کابل- کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.
د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي چې تېر کال یې د ۶۰۴.۱ کیلومتره سړک لومړنۍ، د ۳۲۱.۶۵ کیلومتره سړک توپوګرافي د ۹۹۷.۴ کیلومتره سړک مشاهداتي سروې، ۲۷۹.۴۸ کیلومتره سړک د ډیزاین او د ۱۶۰ متره پلونو د ترمیماتي ډیزاین چارې بشپړې کړي دي.