د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په خپل کاري دفتر کې له یوشمېر ایراني پانګوالو سره کتلي دي.
دغه کتنه کې ایراني پانګوالو په افغانستان کې د وسپنې کانونو استخراج او پروسس، د لمریزې برېښنا تولید، د سړک او رېل پټلۍ شبکو غځولو، د معیاري صنعتي کارخونو رامنځته کولو او همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د ځانګړې صنعتي ساحې جوړولو برخه کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
ایراني پانګوالو ویلي: افغانستان د پانګونې لپاره په یو مناسب هېواد بدل شوی.
ورته وخت کې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته د ایراني پانګوالو د لېوالتیا هرکلی کړی او یادو پانګوالو ته یې د افغان حکومت له لوري د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی.
ښاغلي برادر زیاته کړې چې اړوندې ادارې به خپلو برخو کې له ایراني پانګوالو سره له نږدې کار وکړي.