د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي او د کار او ټولنیزو چارو وزیر عبدالمنان عمري روسیه کې له مېشتو ازبکستاني او افغان سوداګر سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن(سه شنبه، زمري ۲۳مه) په خپل رسمي اېکس ددې کتنې خبر ورکړی دی.
دې کتنه کې پر افغاني محصولاتو په ځانګړي ډول روسیې ته د تازه مېوو پر صادرولو بحث شوی.
ازبکستاني او افغان سوداګر ډاډ څرګند کړی چې د روسیې بازارونو ته به د افغان محصولاتو د لېږد اړوند لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي. د یادونې وړ ده چې اوسمهال شاوخوا سلو هېوادونو ته افغاني توکي صادریږي.