د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت نن(سه شنبه، زمري ۲۳مه) په خپل رسمي اېکس د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون د نوبتي غونډې خبر ورکړی.
دا غونډه په مرمرینه ماڼۍ کې جوړه شوې وه چې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو پر زیاتوالي، د کارګرانو ملي اتحادیې د جایدادونو د برخلیک، د دغې اتحادیې د اساسنامې پر تعدیل، د سنايي غزنوي ښارګوټي د پاتې چارو پر پيل او پر یوشمېر نورو موضوعاتو بحث شوی.
د ناستې د برخوالو تر هراړخیز بحث وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي آرشیف د عوایدو د زیاتوالي طرحه د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې له لوري تایید شوې. اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته سپارښتنه شوې چې ملي آرشیف ته د لیدونکو د جلب په موخه دې هڅونکي پروګرامونه چمتو شي.
همدارنګه د اقتصادي معاونیت د استازي په مشرۍ ټاکل شوې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د شته حکمونو او فرمانونو په رڼا کې دې د کارګرانو ملي اتحادیې اساسنامه تعدیل، د جواز ستونزه یې حل او په اساسنامه کې دې د جایدادونو برخلیک روښانه کړي.
وړاندې کمېټې ته دنده سپارل شوې، چې د خصوصي شرکتونو د وړاندیزونو په ګډون د سنايي غزنوي ښارګوټي ټول تخنیکي اړخونه په هراړخیزه توګه وڅېړل شي او خپل راپور دې اقتصادي کمېسیون ته وړاندې کړي.
اقتصادي کمېسیون په منظمه بڼه د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ خپلې ناستې کوي.