ډېر لوستل شوي

مولوي امیرخان متقي: د ټاپي نل لیکې غځول د اسلامي امارت په لومړیتوبونو کې دي

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي کابل کې د ترکمنستان له سفیر او د هغه هېواد د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف سره کتلي او په افغان خاوره کې یې د ټاپي پروژې دنل لیکې د غځونو پر وروستي چمتووالي خبرې کړي دي.
حافظ ضیااحمد تکل نن(سه شنبه، زمري ۲۳مه) په خپل اېکس ددې کتنې خبر ورکړی.
د بهرنيو چارو وزير ویلي چې افغانستان کې د ټاپي پروژې غځېدل د اسلامي امارت له لومړیتوبونو څخه دي. مولوي امير خان متقي هيله څرگنده کړې چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي نل‌ليکې عملي چارې پيل شي.
د ټاپي کمپنۍ رييس محمد مراد امانوف ویلي چې ترکمنستان په خپل خاوره کې د افغانستان تر پولي یاده نل لیکه غځولې ده.
د ټاپي د نل لیکې اوږدوالی ۱۸۰۰کیلومترو ته رسیږي چې له ترکمنستان څخه به ګاز د افغانستان او پاکستان له لارې هند ته لیږدوي.

اړوند خبرونه