د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور بېګاه شپه(یکشنبه، زمري ۲۸مه) په خپل اېکس پکتیکا کې د پلتوني بند د چارو د پیل خبر ورکړی.
ښاغلي منصور لیکلي چې ددې بند د رغونې چارې به نن رسما پرانیستل شي.
دا بند د ۲۴.۹ میلیون متره مکعب اوبو د زېرمې او د ۱۰۷.۵۹ میلیون متره مکعب اوبو د کنټرول ظرفیت لري.
ددې بند له رغونې سره به ۹۳۵ کیلو واټه برېښنا تولید او ۲۵۰۰ هکټاره ځمکه به خړوبه شي.