ډېر لوستل شوي

هرات کې د انځرو حاصلات ډېر شوي

د هرات ځایي مسوولینو ویلي چې په دې ولایت کې د مېوه لرونکو ونو حاصلات رسېدلي دي.

د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د ارقامو له مخې، سږکال دې ولایت کې د تېرکال په پرتله د انځرو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شوي دي.

بل پلو، کروندګر په کور دننه د تازه مېوو او انځرو له ټیټې بیې سر ټکوي او له افغان حکومت هیله کوي چې بهر کې یې مېوو ته مارکیټونه وموندل شي. ویل کیږي چې هرات کې پر ۶۲۰ هکټاره ځمکه د انځرو بڼونه جوړ شوي چې ډېری یې په زلزله‌ځپلې ولسوالۍ (زنده جان) کې دي.

اړوند خبرونه