ډېر لوستل شوي

له واخانه د چین تر پولې سړک رغیږي

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د دفتر رییس مولوي مرزا محمد شکیب ویلي چې د بدخشان د واخان ولسوالۍ د بزهای ګنبد له سیمې د چین هېواد تر پولې د سړک لومړنۍ چارې پیل شوي دي.

د ښاغلي شکیب په خبره دا سړک د چین تر پولې غځول کیږي.

ویل کیږي چې ددې سړک لومړنۍ چارې ترسره او پاتې چارې به یې هم په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

اړوند خبرونه