د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چې د فراه د بخش اباد بند د انحرافي تونلونو چارې یې بشپړې کړي دي.
د فراه د سیندیزې فرعي حوزې رییس ملا برهان الدین مینوال د یاد بند له چارو د کتنې پر مهال د یاد بند د چارو پر چټکوالي ټینګار کړی دی. د مسوولینو له قوله، پر دې بند ۲۴ ساعته کار روان دی او د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ورته ځانګړې بودیجه هم په نظر کې نیول شوې ده. بخش اباد د هېواد له مهمو بندونو څخه دی چې د یو میلیارد مترو مکعبو اوبو د زېرمې وړتیا لري.