ډېر لوستل شوي

هرات کې یو چوک ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د هرات د صنعت او کانونو خونې ریاست مسوولینو دې ولایت کې د یوه چوک د رغونې خبر ورکړی دی.
دا چوک د (برادران مهمند غذایي) شرکت له لوري د څه باندې ۱۲ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ شوی دی.
د هرات مرستیال والي مولوي حیات الله مهاجر فراهي له خصوصي سکټور څخه مننه کړې چې د ښار د ښکلا په موخه ساختماني برخه کې پانګونه کوي.
ښاغلي فراهي زیاته کړې چې اسلامي امارت د سوداګرو او پانګوالو ملاتړ کوي

اړوند خبرونه