د پنجاب راولپنډۍ کې یو بس له ګړنګه غورځېدلی او سپرو ۲۳ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ویل کیږي چې دا بس له راولپنډۍ د کشمېر پلندري سیمې ته روان و.
په مړو کې ۱۹ نارینه، ۳ ښځې او یو ماشوم شامل دي.
د راولپنډۍ حکومتي مسوولینو ویلي چې دا کسان د کشمېر او راولپنډۍ د بېلابېلو سیمو اوسېدونکي دي.