د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې دې ولایت کې سږکال لسګونو زرو تنو ته د تازه مېوو د حاصلاتو د راټولونې برخه کې د کار زمینه برابره شوې ده. د یاد ولایت د مسوولینو په قول اوسمهال دې ولایت کې ۱۳۲ زره تنه د تازه مېوو د حاصلاتو پر راټولنې بوخت دي.
د کندهار د کرنې ریاست د مسوولینو په وینا، دا شمېر د تېر په پرتله کم دی. مسوولینو زیاته کړې چې بې وخته اورښتونو، طبیعي افتونو، نامنظمې اوبو لګونې او نورو دې ولایت کې د حاصلاتو سلنه ټیټه کړې.