د کاپيسا ولايت د الهسای ولسوالۍ په لاکهخېلو کلي کې د کليو بيا رغوني او پراختيا رياست له لوري د څه باندې ۱،۸ ميليونه افغانيو په ارزښت، سربند او اوبولګولو کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کليو او بيا رغونې وزارت نن ( دوشنبه، زمري۱۲) ويلي، چې د يادې پروژې لګښت د ماليې وزارت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
د مسوولينو په خبره، چې په پيل شوې پروژه کې به د ۱۸مترو په اوږدوالي د سربند او د ۳۸ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو کانال جوړ شي. د يادولو ده، چې د یادې پروژې د کار په جریان کې به لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړي کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه خړوبه او د موسمي بارانونو له زیان څخه خوندې شي.