ډېر لوستل شوي

جرمني کې د مېشتو افغانانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب شوی

د جرمني په ووپرټال ښار کې د افغان کډوالو د واده په مراسمو کې پولیس او ځایي افغانان لاس و ګرېوان شوي.

دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې، چې پوليسو هڅه کوله د افغان کډوالو تر منځ شخړه هواره کړي.

بریدګرو پولیس وهلي ټکولي او ۵ تنه یې ټپیان کړي.

شخړه کې د واده د مراسمو ۴ نور ګډونوال هم ټپیان شوي.

دا په داسې حال کې ده چې المان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستنې لړۍ چټکه کړې.

اړوند خبرونه