ډېر لوستل شوي

خلیفه سراج الدین حقاني: اسلامي امارت ته نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري

د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر، خلیفه سراج الدین حقاني د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې، روزا اوتونبایوا سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.

د کورنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کتنه کې مېرمن اوتونبایوا، د خوندي امنيت او نشه‌يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د کورنيو چارو وزارت هڅې ستایلې دي.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې ټینګار کړی چې له نشه‌يي توکو سره د مبارزې، د روږدو کسانو درملنې په موخه دې په حرفوي زده‌کړو سربېره کروندګرو ته د بدیل معیشت په برخه کې لازمې آسانتياوې رامنځته شي.

مېرمن اوتونبایوا له خلیفه سراج الدین حقاني سره په کتنه کې له پاکستانه راستانه‌شویو افغانانو ته په اشارې ویلي چې له ګاونډيو هېوادونو څخه د افغان کډوالو راستنېدو ياد کډوال له ګڼو ستونزو سره مخ کړي او په وینا یې چې نړيواله ټولنه دغه بهير څاري.

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست خلیفه سراج الدین حقاني په دې کتنه کې ویلي چې افغان حکومت بېرته راستنېدونکو کډوالو ته بېلابېلو برخو کې لازمې آسانتياوې رامنځته کړې او د چارو منظم ترسراوي په موخه يې د بېلابېلو ادراو له کار کوونکو څخه جوړو، مختلفو کميټو ته دنده سپارلې چې په ښه توګه د راستنېدونکو لاسنیوی وشي.

په اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې د کورنیو چارو سرپرست ټینګار کړی چې اسلامي امارت ته د افغانستان د امن او ثبات په څېر نړیواله سوله هم ځانګړی ارزښت لري او اسلامي امارت ګاونډیانو سره د رښتيني او صادقانه چلند په موخه لازم ګامونه اوچت کړي دي.

د اسلامي امارت د کورنیو چارو سرپرست تر دې وړاندې د اسلامي هېوادونو د علماوو له پلاوي سره هم وکتل او پر بېلابېلو موضوعاتو یې خبرې کړې دي.

اړوند خبرونه