ډېر لوستل شوي

پاکستانۍ لوبډله په خپل کور کې سر پر سر ماته شوه

د بنګله دېش کرکټ ملي لوبډلې پاکستان ته په دویمه ټېسټ لوبه کې هم ماتې ورکړه او دا لړۍ یې دوه په صفر په خپل نوم کړه.

بنګالۍ کرکټ ملي لوبډلې دویمه لوبه د ۶ ویکټو په توپیر وګټله.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۲۷۲ منډې جوړې کړې وې چې د صایم ایوب ۵۸، د شان مسعود ۵۷ او د سلمان اغا ۵۴ منډې شاملې وې. په ځوابي لوبه کې بنګله دېش سوکه پیل وکړ او ۶ ویکټې یې ژر له لاسه ورکړې، خو د لټن داس او مهدي حسن په زړه پورې لوبې دا لوبډله بریا ته ورسوله.

د پاکستان لوبډلې په دویمه پاڼۍ کې ټولې ۱۷۲ منډې جوړې کړې چې بنګالۍ لوبډلې یاد هدف پوره او لوبه یې په خپل نوم کړه.

د یادونې وړ ده، دا په تاریخ کې لومړی ځل دی چې بنګله دېش په ټېسټ کرکټ کې پاکستان ته ماتې ورکوي. د یادو دوو لوبډلو ترمنځ تر اوسه ۱۳ لوبې شوې وې چې ۱۲ یې پاکستان ګټلي او یوه بې پایلې اعلان شوې وه.

اړوند خبرونه