د زېږدیزې سپټمبر میاشتې پینځمه هر کال د خیر ښېګڼې او رضاکاره ورځې په توګه په نړیواله کچه نمانځل کیږي. په دې ورځ کسان چې پر خیریه کارونو بوخت دي، نور بشر ته خیر ښېګڼه رسوي او نورې د ابادۍ او خیر چارې سرته رسوي، نمانځل کیږي. په دې مانا چې دا ورځ نورو ته هم د خیر ښېګڼې الهام ورکړي او نور هم پر دې وپوهېږي چې څنګه له خپل همنوعه سره چلند وکړي او څنګه په سخت حالت کې ورسره مرسته وکړي. پر دې ورځ په ځانګړي ډول هغه کسان ډېر ستایل کیږي چې له معلولو او بې وسو کسانو سره پرته له کومې موخې مرسته کوي او لاسنیوی یې کوي.
د اسلام په مبارک دین کې هم هغه کسان ستایل شوي او نېکان بلل شوي چې حتا انسانان څه چې په ټوله کې له ژونديسرو سره مرسته کوي او زړه سوی لري. د قرانکریم په ګڼو ایاتونو او د رسول ص په ګڼو احادیثو کې صدقه او خیر ښېګڼه نېک امور یاد شوي او صدقه د افتونو او اور رد بلل شوې. په قرانکریم کې پر بې ریا او بې احسانه صدقې تاکید شوی. پر دې مانا چې ته به له اړمن سره داسې مرسته کوي چې سبا یې هغه ته د پیغور په بڼه یاده نه کړې او نه یې هم د احسان په توګه ورته یاده کړي. الله ج په قرانکریم کې له دې ډول مرستې منع فرمایلې.
ولې د ښېګڼې نړیواله ورځ؟
ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې پرېکړه وکړه چې یوه ورځ د (مادر ترزا) د چوپړونو په پار ځانګړې کړي. د سپټمبر پینځمه د نوموړې د تلین سره برابره ده نو ځکه دا ورځ د ښېګڼې نړیوالې ورځ ته ځانګړې شوه. دا ورځ کولی شي چې د نورو انسانو ترمنځ هم یو بل ته د ګټې هنر ورزده کړي. همدارنګه ددې ورځې په پراخه کچه نمانځنه کولی شي چې د انسانانو ترمنځ د خیر ښېګڼې فکر او فرهنګ هم عام کړي.
مادر ترزا څوک وه؟
مادر ترزا یوه کاتولیکه البانیایوۍ راهبه وه چې په ۱۹۲۹ کې هندوستان ته ولاړه، هلته راهبه شوه خو په ۱۹۴۸ کال کې یې صومعه ترک کړه او د هغو کسانو سرپرستۍ ته یې ملا وتړله چې قحطۍ وهلي وو او له لوږې سره لاس او ګرېوان و. ترزا د خیریه کسانو یوه لویه ټولنه جوړه کړه. نوموړې په خپل عمر کې ګڼ چوپړونه وکړل او په ۱۹۷۹ کې یې د نوبل جایزه هم وګټله. نوموړې په ۱۹۷۹ کې د سپټمبر پر پینځمې مړه شوه.
د افغانستان اسلامي امارت، د عدلیې وزارت د خیریه بنسټونو د ثبت، فعالیتونو، بیا کتنې او څارنې مسئولیت لري. ددغه وزارت مسوولنیو ویلي چې تر دې دمه ورسره تر ۲۰۰ زیات مرکزونه او ټولنې ثبت دي چې د مرستو او خیر ښېګڼې چارې سرته رسوي. دغه وزارت ددې بنسټونو پر اغېزمنتوب اعتراف کوي او په وینا یې رضاکاره ټولنو زلزلې، سېلاب او نور طبیعي پېښو زیانمنو سره پر وخت مرستې کړي دي. خو د خواله رسنیو یو شمېر ځوانان د خیریه بنسټونو پر چار چلند نیوکې کوي. دوی له څار بنسټونو او دولت هیله کوي چې د دوی چارې وارزول شي او خپلې فعالیتونه دې راڼه او د باور وړ وګرځوي. د چارو پوهان فکر کوي چې دا ورځ باید په افغانستان کې په پراخه کچه ونمانځل شي، په تړاو یې نورو ته عامه پوهاوی ورکړل شي، رسنۍ او ملا امان له خپلو ادرسونو ددې ورځې د اهمیت په تړاو مالومات خپاره کړي او د هېوادوالو ترمنځ زړه سوی او مینه زیاته کړي.