د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت وايي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو لوړپوړي پلاوي د یاد وزارت له سرپرست سره کتلي او پر بېلابېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
د ملي دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ملا محمدیعقوب مجاهد په دې کتنه کې د فلسطين مسئله د نړۍ د ټولو مسلمانانو ګډ درد بللی دی.
دا کتنه پرون یکشنبه د لیندۍ ۱۲مه په کابل کې شوې او د دفاع وزارت سرپرست یاد پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ ویلي چې اسلامي امارت د افغانستان له خلکو سره د اسلامي هېوادونو له هر اړخیزو همکاریو او هر اړخیز ملاتړ څخه د زړه له کومې مننه کوي.
ښاغلي مجاهد ټینګار کړی دا ډول کتنې به د حکومتونو او خلکو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې کړي.
د اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ډاکټر علي محمد قره داغي په دې کتنه کې د یرغلګرو پر وړاندې د افغانستان د مجاهد او مېړني ولس د اتلوليو او سرښندنو یادونه کړې او په افغانستان کې یې د اسلامي امارت بریا الهام بښونکي هيله بللې وه.
ښاغلي قره داغي ویلي چې د اسلامي نظام د حاکمیت له برکته اوس په دغه هېواد کې خلک په بشپړ خوندي چاپیریال کې ژوند کوي.
د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه پلاوي تر دې وړاندې د اسلامي امارت له یو شمېر نورو لوړ رتبه چارواکو سره هم کتلي او د افغانستان په اړه یې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.