د ملګرو ملتونو ویاند سټیفن دوجاریک ويلي، چې د اګست میاشتې راهیسې د غزې په مرکزي او سوېلي برخو کې له یو مېلیون څخه زیاتو خلکو خوراکي توکي نه دي ترلاسه کړي او په غزه کې بشري ناورين لا هم ویجاړونکی دی.
د غزې د روغتیا وزارت بيا وايي، د صهیونېستي پوځ لهخوا د پوليو واکسيناسيون د بېړني کمپاين اړوند روغتیایي ډلو ته د غزې سوېلي سېمو ته د ننوتو اجازه نه ورکول کېږي. د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له ۷مې نیټې راهیسې پر غزې د صهونيستي پوځ په بریدونو کې ۴۰ زره ۸۷۸ فلسطینیان شهيدان شوي او ۹۴ زره ۴۵۴ تنه ټپیان شوي دي.