ډېر لوستل شوي

د هېواد المپيک په اسيايي سياليو کې ۵ مډالونه ترلاسه کړي

د بدني روزنې او سپورټ مسوولين وايي، نړيوال جام ته د فوټسال ملي لوبډلې د لار پيدا کېدو ترڅنګ د المپيک په اسيايي سياليو کې ۵ مډالونه ګټلي دي.

دوی دغه څرګندونې نن (شنبه، وږي۱۷مه) د رسنيو په مرکز کې د تېرو يو کلنو لاسته راوړنو پر مهال وکړې. د دغه ریاست مسوولينو زياته کړې، چې په تېر يوه کال کې د واليبال د درېيم، د وزلوبې لیګ پنځم، د فوټبال او فوټسال ليګونو د درېیم او د غورسي لیګ دویم پړاو سياليو په تر سره کولو سره، د سپورټ د ودې او پياوړتيا په برخه کې مهم ګامونه پورته کړي دي.

اړوند خبرونه