ډېر لوستل شوي

امريکا اوکراين ته د پوځي مرستو خبر ورکړی

امريکا اوکراين ته د ۲۵۰میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د پوځي مرستو خبر ورکړی.

د امريکا د ملي دفاع وزارت تېره ورځ (جمعه، وږي۱۶مه) په يوه خبرپاڼه کې ويلي، د اوکراين د امنيتي او دفاعي اړتياوو له مخې به ورته د ۲۵۰ میليونه امريکايي ډالرو په ارزښت پوځي مرستې برابرې کړي.

د خبرپاڼې له مخې، ياده مرسته به د امريکا د ملي دفاع له ذخيرې څخه بېله شي؛ چې پکې د هوايي بريد ضد توغندي، راکټي سيستمونه، د ټانک ضد وسلې او زغره وال موټرونه شامل دي. د يادونې وړ ده، چې امريکال تر دې وړاندې هم له اوکراين سره پوځي مرستې کړې دي، او تل يې نظامي ملاتړ کړی دی.

اړوند خبرونه