ډېر لوستل شوي

په تېر يو کال کې څه باندې سل زره کورنيو او بهرنيو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي

د کار او ټولنيزو چارو وزارت وايي، په تېر يو کال کې ۱ سلو ۱۸ زره ۷۵۵ کورنيو او ۳ زره ۳۸۱ بهرنيو اتباعو ته د کار جوازونه وېشل شوي دي.

د ياد وزارت مسوولينو نن ( دوشنبه، وږي۱۹مه) د رسنيو په مرکز کې د تېر يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په ترڅ کې وويل: د تېر کال په اوږدو کې له ۶۸ مؤسسو سره د پاملرنې، فني او حرفوي زده کړو او بشري مرستو په برخه کې د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک شوي، چې له دې لارې ۶۰ زره کسانو ته ګټه رسېدلې او ۳ زره نورو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

دوی همدا راز زياتوي، دې وزارت له ۶زره ۳۴۱  یتیمانو سره مرسته کړې او ۱۰ زره ۲۹۷ ماشومانو ته د زده کړو زمینه برابره کړې ده. په ورته مهال د ياد وزارت مسوولينو ويلي، د کار ملي کنفرانس په جوړولو او له بېلابېلو ادارو سره د ۱۵ هوکړه لیکونو په لاسلیکولو، هوډ لري چې ۱.۵ میلیونه کسانو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.

اړوند خبرونه