د ویتنام په شمال کې توپان او درنو ورښتونو ۵۹ تنه وژلي او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي.
ویتنامي رسنیو د چارواکو په حواله راپور ورکړی، چې دا پېښه د یاد هېواد په شمال کې د درنو ورښتونو او توپان په پایله کې رامنځته شوې ده.
ورته مهال د الجزیرې د راپور له مخې ویل شوي، چې په مړو شویو کې نوي زېږدلي ماشومان هم شته. دې توپان پر شاوخوا ۳میلیونو تنو برېښنا هم پرې کړې ده. ویتنامي چارواکو دا توپان په تېره یوه لسیزه کې بې ساری بللی دی.