د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وايي، د عمرې او زیارت له ۱۳۲ متقاضي شرکتونو سره هوکړهليکونه لاسلیک شوي دي.
د ياد وزارت مسوولينو زياته کړې، چې د عمرې او زیارت متقاضي شرکتونو ته یې ۴۲ جوازونه ورکړي او سعودي عربستان ته د ۴۴زره ۳۰۷ زيارت کوونکو او عمرې متقاضیانو د لېږد لپاره یې لازمې اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.
دغه وزارت نن (سهشنبه، وږي۲۰مه) د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح پر مهال ويلي، چې د ۴۰ قراردادي شرکتونو له فعالیتونو څخه په دوامداره ډول څارنه شوې ده.
د دغه وزارت مسوولينو د خپل يو کلنو لاسته راوړنو راپور د وړاندې کولو په مهال وويل: تېر کال سعودي عربستان ته د ۳۰ زره حاجیانو د لېږد لپاره اړینې اسانتیاوې برابر شوې او ۶۵۲ تنه علماء د استادانو په توګه هغه هېواد ته استول شوي دي. د ارشاد، حج او اوقافو وزارت همدا راز په مرکز او ولایتونو کې د جوماتونو د امامانو لپاره د ظرفیت لوړونې د ۴ سیمینارونو جوړول، په ۱۴ ولایتونو کې د ۷۵ جوماتونو سمبالول او د ټرانسپورټ وزارت، اټومي انرژۍ ادارې، سټنډرډ ادارې، د سمنګانو د ولایت مقام او د فراه ولایت محکمې اړوند د ۵ جوماتونو جوړول؛ په تېر يو کال کې د وزارت له عمده فعالیتونو بللي دي.