د رياستالوزراء اقتصادي معاونيت د کابل ـ غزني لویې لارې د دويم لين سړک د رغولو چارو د پيل خبر ورکړی دی.
د ياد معاونيت مسوولين وايي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند له لوري کابل څخه د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ تر دشت ټوپ سیمې پورې د دويم سړک د لومړي او دويم فاز کار پیل شو.
دغه معاونيت په خپل اېکس کې ليکلي، د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال د دغه سړک د کار د پرانیستې مراسمو کې وویل: «په ترانسپورټي او مواصلاتي زېربناوو کې پانګونه د اسلامي امارت په اساسي او مهمو اقداماتو کې شمېرل کیږي او د خپلې دغې ژمنې د عملي کولو په لړ کې نن (سهشنبه، وږي۲۰مه) د دې مهمې پروژې کار پيل شو.»
همدا راز اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې پروژې له قراردادي شرکت څخه په ښه کيفيت غوښتنه کړې ده. د یادولو ده، چې له کابل څخه ترغزني، دغه سړک۱ زرو ۱۱ کیلومټره اوږدوالی لري، چې په اوږدو کې به یې ۹ لوی پلونه او ۵۹۴ پلچکونه ولري.