ډېر لوستل شوي

تېره یوه میاشت کې د شاوخوا سلو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات شوي

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې د هېواد په کچه د روان کال د تېرې زمري میاشتې د صادراتو او وارداتو ارقام خپاره کړي، چې پکې تېره میاشت له هېواده د ۱۰۳.۳ میلیونو په ارزښت د صادراتو خبر ورکړل شوی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې په تېره یوه میاشت کې د ۱۰۱۱.۱ میلیونو ډالرو د وارداتو خبر هم ورکړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ مياشت کې د هېواد د صادراتو ټول ارزښت ۹۳.۵ میلیونو ډالرو ته رسیده. د ارقامو دا تحلیل ښيي، چې د روان کال د زمري مياشتې د صادراتو ارزښت د چنګاښ میاشتې په پرتله ۹.۸ میلیونه ډالره زیات دی.

له بل لوري د ۱۴۰۳ کال په چنګاښ میاشت کې د هېواد د وارداتو ارزښت ۹۴۷.۵میلیونو ډالرو ته رسید، چې د همدې کال په زمري مياشت کې د ۶۳.۶میلیونو ډالرو په ارزښت زیاتوالی پکې راغلی دی. د ارقامو له مخې، د ۱۴۰۳ کال په زمري میاشت کې تر ټولو زيات صادرات پاکستان، هند او عربي متحده اماراتو ته او تر ټولو زیات واردات بیا له ایران، چین او پاکستان هېوادونو څخه ترسره شوي دي.

اړوند خبرونه