ډېر لوستل شوي

د ټاپي پروژې د پرانيستې مراسم؛ رييس‌الوزراء ملا محمد حسن اخند هرات ته تللی

د افغانستان اسلامی امارت رييس الوزرا‌ ملا محمد حسن اخند د لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د ټاپي پروژې پرانيستې مراسمو په موخه هرات ولايت ته سفر کړی دی.

ارګ نن سهار( چهارشنبه، وږي۲۱) په خپل اېکس ليکلي، دغه پلاوی د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه هرات ته رسېدلی دی. د مسوولينو په خبر، رييس الوزراء په دې ترڅ کې د هرات له نړیوال هوایي ډګر څخه د افغانستان او ترکمنستان هېوادونو ترمنځ د ټاپي او نورو لویو پراختیایي پروژو د کار د پیل او پرانیستې مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته هم سفر کړی دی.

اړوند خبرونه