د رياستالوزراء ریيس ملا محمد حسن اخند ترکمنستان هېواد ته د ټاپي تاريخي پروژې د پرانیستې په موخه د سفر په ترڅ کې د دې هېواد له ملي رهبر قلي بېردي محمدوف سره لېدلي دي.
ارګ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، د افغانستان اسلامي امارت ريیسالوزراء او د ترکمنستان ملي رهبر د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د لویو پراختیایي او سیمهییزو پروژو د پليکېدو د ارزښت په تړاو خبرې کړې دي. دا په داسې مهال ده، چې د افغانستان اسلامي امارت رييس الوزراء ملا محمد حسن اخند نن سهار( چهارشنبه، وږي۲۱مه) د لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د ټاپي او نورو پراختیایي پروژو (تېلو او ګاز، انرژي او ټرانسپورټ) د پرانېستې او کار پیلولو په مراسمو کې د ګډون په موخه د ترکمنستان سلیم چشمه، ماري سیمې ته سفر کړی دی.