د برښنا شرکت رییس عبدالباري عمر ویلي؛ په پلان کې ده، چې هېواد کې برېښنا ۲۴ساعته شي.
نوموړي د نورالجهاد سبسټېشن د پرانېستغونډې پرمهال وویل: ((زموږ پلان دا دی چې شمال، سوېل، ختیځ او لوېدیځ د برېښنا په تارونو سره وتړو او د هېواد برښنا ۲۴ ساعته کړو.))
ښاغلي عمر زیاته کړې، چې دوی ته د هېواد صنعتي پارکونه له برېښنا برخمنول لومړیتوب لري. نن(چهارشنبه، وږي ۲۱مه) د ټاپي او نورالجهاد سب سټېشن په ګډون ګڼې پروژې پرانیستل شوې.