ډېر لوستل شوي

کابل ښاروالي: ۱۲۵ کېلو مټره سړکونه جوړ شوي دي

د کابل ښاروالۍ وايي، په تېر يوه کال کې ۱۲۵.۸۷ کيلومټره عمومي او فرعي سړکونه، کانکرېټ، قير او په تیږو فرش شوي دي.

د ښاروالۍ مسوولينو نن (پنج‌شنبه، وږي۲۲مه) د خپلو تېرو يو کلنو لاسته راوړنو د تشرېح په مهال وویل، چې د يو شمېر بنسټونو په همکارۍ، د کوڅو د کانکرېټ او د کانالونو د احداث ترڅنګ د پارکونو د سمسورتیا، ۲۰۰ پروژې یې تر پلان لاندې دي. د دوی په خبره، په تېر يو کال کې يې د تنوير ۵زره څراغونه، د مرکز په بېلابېلو ناحيو کې د ۹زره ۷۰۰ پايو رغول، د څلورلارو ښکلي کول، د ښار په ۲۲ ناحيو کې د ادرس د لوحو لګول او د ښاري نظم او ښکلا په موخه له ډېر شمېر سيمو څخه د ۲زره ۶۸ موانعو لرې کول یې تر ټولو مهمې لاسته راوړنې دي.

اړوند خبرونه