په کاپیسا کې د اوبو لګولو د یوه کانال او محافظوي دېوال د جوړولو چارې پيل شوې.
د کاپیسا د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلي، چې دا کانال او دېوال د دې ولایت په نجراب ولسوالۍ کې جوړیږي.
یادې دوې پروژې به د نجراب په “غاربور” دره او “فرخشاه” کلي کې د څه باندې ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت بشپړې شي.
دې پروژو کې به لسګونو تنو ته د کار زمینه برابره شي او همدارنګه به د دې کلي سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه هم خړوبه کړي.