د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت او یونیسف دفتر په مالي ملاتړ د کابل د سروبي ولسوالۍ په “تبه خان” او فقیراباد کلیو کې د اوبو رسونې او د اوبو چاڼ شبکه ددې وزارت د سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ملا محمد یونس اخندزاده، مل پلاوي، د کابل والي ملا امین الله عبید، د دغه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا رییس ملا محمد یونس حنفي، د نوموړې ولسوالۍ ولسوال، یو شمیر نورو مسوولینو، سپین ږیرو، مخورو او ځوانانو ګډون کړی وو.
یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست ویلي، چې د لومړي ځل لپاره د سیند د خړو اوبو چاڼ ته یوه شبکه جوړیږي او له دې وروسته به څوک په مترونو لیري د اوبو راوړلو لپاره نه ځي؛ بلکې اوبه به د هر چا تر کوره رسیږي.
ښاغلي اخندزاده زیاته کړې، چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل هڅه کوي د خپلو شته امکاناتو له مخې په بېلابېلو برخو کې کلیوالو ته چوپړ وکړي. د وزارت سرپرست له خلکو غوښتي، چې د خپلو پروژو په ساتنه کې زیار وباسي. دې پروژه کې لسګونو کارګرو ته د کار زمینه چمتو شوې وه. یاده دې شي، چې دا پروژه به ۱۲۹۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه چمتو کوي.