په خيبر پښتونخوا کې د وروستيو بارانونو او سېلابونو له امله شپږ کسان مړه او یو شمېر نور ټپيان شوي دي.
د راپورونو له مخې يوه پېښه د دغه ايالت په چارسده سيمه کې شوې، چې د باران له امله د يوه کور چت راپرېوتی او له امله یې د يوې کورنۍ پینځو غړيو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په وژل شويو کسانو کې درې ماشومان او د هغوی مور او پلار شامل دي.
له طبیعي پیښو سره د خيبر پښتونخوا د مبارزې ادارې د خبرو له مخې د روان کال د جولای مياشت له پيل راهيسې په دغه ايالت کې تر دې مهاله د سېلابونو له امله ټولټآل ۱۰۷ تنه وژل شوي او ۱۴۶ نور ټپیان دي.